اسلام آباد 28 اپریل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزیر چوهدری فواد حسېن د م??لانا فضل الرحمان بیان ” مونږ 24 ساعته هم د جنګ جوګه نه يو ‘ په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي يو مشر مولانا صاحب د ځوان بلاول بھټو د اړخه د ”عزت افزائې“ غم زغملے نه شي ځكه اوس په هغ?? چارو خبري كوي د كومو چې معلومات هم نه لري۔د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې چوهدري فواد حسېن و??ئيل مولانا فضل الرحمان دې له غیر ذمه واره بيانونو وركولو څ??ه ډډه وكړي، مولانا د پاکستان په صلاحیتونو هغ?? وخت هم شك كولو كله چې هغ?? وئيل طالبان غرونو ته راغلي۔ وفاقی وزیر ووئيل د هغ?? دغه بې بنسټه شك زمونږ وسله والو ځوانانو او د قانون نافذ کوونكو ادارو ترهه ګرۍ له په ماتي وركولو لرې كړے۔ چوهدري فواد حسېن و??ئيل د م??لانا دا بيان د ترهه ګرۍ په ضد او د هېواد سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو د قرباني وركونكو شهيدانو توهين دے۔ ده ووئيل مولانا دې د خپلې سیاسی انا تسکین لپاره د قامي ګټې په چارو بې بنسټه شك نه لري۔ ده ووئيل په 27 فرورۍ چې كله پاکستان هند له د جارحیت ځواب وركړے ؤ نو هغ?? وخت مولانا صاحب چرته په ”چلّه“ تللے ؤ ؟ چوهدري فواد حسېن و??ئيل کاش مولانا فضل الرحمان د کشمیر په اړه دومره فکرمندی هغ?? وخت ښكاره كړي وه كله چې د هغ?? ”دوست“ نواز شریف سره مودی رائے ونډ كښې ملاقات كولو۔ده ووئيل د خپل سياست لپاره په قامی ادارو بريد د غندني وړ دے۔ مولانا فضل الرحم??ن تر نن چې د كوم اتحاد هم قیادت کړے هغ?? 12 ساعته هم جنګ نه شي كولے