اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي پاكستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت و??كوي او برتانيې سره اقتصادي او كاروباري رابطو ته وده وركول غواړو۔برتانيه كښې اوسېدونكي پاكستانيان د هېواد حقيقي اثاثه ده۔ده دا خبره د ??ل په ورځ په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر كرسټيان ټرنر سره ملاقات كښې د خبرو اترو كولو په مهال كړې۔د خزانې سېكرټري او د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټر?? هم په دې موقع موجود وو۔د برتانيې د هائي كمشنر ??ود هركلي كولو سره د خزانې وزير ووئيل پاكستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته خاص اهميت و??كوي او پاكستان برتانيې سره اقتصادي او كاروباري رابطو ته وده وركول غواړو۔ده د كووېډ 19 وبا په مهال د برتانيې حكومت او اولس لخوا د پاكستان اولس لپاره د مرستې په كولو د برتانيې هائي كمشنر مننه وكړه۔د خزانې وزير شوكت ترين د برتانيې هائي كمشنر د سماجي تحفظ پروګرام احساس او د دې پروګرام له مخې مستحقو په خاص توګه مېرمنو ته د مرستې نيغ په نيغه منتقلۍ تګلارې په اړه خبرولو كښې ووئيل احساس پروګرام د كووېډ 19 وبا په ورځو كښې په معاشي توګه د كمزورو طبقو اقتصادي ستونزې كمولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ده د وبا مشكلو ورځو كښې د اقتصادي بحالۍ لپاره د حكومت لخوا د پورته شوو اقداماتو څخه هم هائي كمشنر خبر كړو۔د خزانې وزير د سمندر پورې پاكستانيانو خذمات و??تائل۔وفاقي وزير د معيشت استحكام٬مهم اصلاحاتو كولو سره د پاكستان پرمختګ كړو شراكتدارو سره په ګډه د پاكستان اولس ښه والي او محفوظ سباؤن لپاره د كار كولو حكومتي عز?? پخلے وكړو۔د برتاني هائي كمشنر د خزانې وزير سره د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده د برتانيې حكومت او اولس لخوا د پاكستاني حكومت او اولس ته د مرستې او ملاتړ باور وركړو او د خزانې وزارت ذمه وارۍ په سنبهالولو ئې د خزانې وزير شوكت ترين له مبارك?? هم وركړه