اسلام آباد 19 اپريل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي پاکستان متحده عرب امارات سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي او د اړيكو لا مستحکمولو له لوظي دے۔دا خبره ده د ګل په ورځ ابوظهبي كښې د متحده عرب امارات س??نئر وزير او د نړيوال ايکسپو 2020 کمشنر جنرل شيخ نهيان بن مبارك النهيان سره ملاقات كښې ??ړي۔د خبرو اترو په مهال په دوه اړخيزه اړيكو،بيلو څانګو كښې اړېكو ته د ودې وركولو پشمول د شريكي خوښي په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د متحده عرب امارات س??نئر وزير شيخ نهيان بن مبارك النهيان د خارجه وزير هركلے و??ړو او هغه ته ئې يو اے اي ته په راتګ هركلے اووې۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان د متحده عرب امارات سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي او د اړېكو لا مستحکمولو له لوظي دے۔خارجه وزير ووئيل ايکسپو 2020 كښې د رشك وړ پاکستاني پويلين جوړېدل د پاکستان او امارات زياتو شوو اړيكو څرګندونه ده۔انشاء الله پاکستان به په ښه ډول اکتوبر كښې ??ه دې نړيوال نندارتون (ايکسپو 2020) كښې ګډون كوي۔ د امارات س??نيئر وزير د متحده عرب امارات تعمير او پرمختګ كښې د مېشته پاکستانيا??و کردار وستائلو۔خارجه وزير ووئيل پاکستان خپل اقتصادي ترجيحات ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل پاکستان او متحده عرب امارات ترمينځه تجارت، سرمايه کارۍ او بيلو څانګو په اړه د دوه اړخيزه مرستي زياتولو پراخه موقعي شته۔ د امارات وزير شيخ نهيان بن مبارك النهيان د پاکستان او متحده عرب امارات ترمينځه زياتې شوې دوه اړخيزه اړيكي خوشبينه ګرځولو سره د شريكي خوښي په بيلو څانګو كښې ??رستي ته د ودې وركولو په اړه د مرستي باور ور??ړو