پېنډۍ ۔18اپرېل(اے پی پی) حكومت د نهم نه تر دولسم جماعت كلاسونه د 19 اپرېل نه پېل كولو نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د زده كړو ص??بائي وزيرانو غونډه كښې د اول نه تر 8 م جماعت سكولونه تر اختر ورځې بند ساتلو پرېكړه شوې ده۔ كورونا ځپليو ضلعو كښې به د نهم نه تر دولسم جماعت كلاسونه نن د ګل ورځې د اپرېل 19 مې نېټې نه پېل شي۔ د زده كړو وفاقي وزير ش??قت محمود په مشرۍ كښې د زده كړو ص??بائي وزيرانو غونډه وشوه كومه كښې چې په تعل??مي ادارو كښې د كلاسونو په بحالولو دخيالاتو څرګندونه وشوه۔ د اېن سی او سی چارواكو غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل د كورونا كېسونه مخ په زياتېدو دي۔ كه تعل??مي ادارې بندې وساتلې شي نو ښه به وي۔ د زده كړو ص??بائي وزيرانو د بورډ كلاسونو پېل كولو سپارښتنه وكړه۔ غونډه كښې پرېكره وشوه چې د كورونا زياته شرح لرونكې پوهنتونونو كښې به د آن لائن كلاسونو لړۍ روانه ساتلې شي۔ د اول نه تر 8 م جماعت كلاسونه به د تر اختر ورځې بند ساتلې شي او د 9 نه تر 12 م جماعت كلاسونو لپاره به ادارې نن د ګل ورځې نه پرانستلې شي۔ د بورډ امتحانونه به په نوې نېټو كېږي۔