برلن 13اپريل (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د نهي په ورځ برلن كښې د پاكستاني سفارتخانې د??ره كړې ۔ المان كښې د پاكستان سفير ډاكټر محمد فيصل او د سفارتخانې عملے د خارجه وزير تود هركلے وكړو۔خارجه وزير د قونصلر سيكشن پشمول د سفارت خانې د ب??لو څانګو د??ره وكړه او پاكستانيانو له په وركړې كيدونكو آسانيو ئې د اطمينان څرګندونه وكړه ۔خارجه وزير ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ښېګړي او د دوي مسئلي په ترجيحي بنيادونو حل كولو ته حك??مت پام لرنه كوي۔شاه محمود قريشي ووئيل ميونخ كښې به ډير زر نوې قونصل خ??نه پرانستلې شي دغسې چې د المان سره دوه اړخيزه اقتصادي رابطي لا زياتي شي۔المان سره د دوه اړخيزه اقتصادي رابطو زياتولو پراخه موقعې شته۔ خارجه وزير المان كښې د مېشته پاكستانيانو په پخوانۍ غوښتنه سفارت كښې د پرانستلې شوي دفتر “;عرض نويسي” پرانسته وكړي۔خارجه وزير سفارت كښې د جوړ شوي “;فټ بال كارنر” پرانسته هم وكړه۔خارجه وزير ووئيل دا خبره د خوشحالۍ ده چې المان ته هر كال 5 كروړه فټبالونه د پاكستان څخه درآمد كيږي۔خارجه وزير ووئيل د معاشي سفارت كارۍ ښې نتيجي ترلاسه كيږي۔المان سره د معاشي اړيكو نوے باب زياتول ،زمونږ د معاشي سفارتي مېشن مثبت ثمرات دي ۔خارجه وزير سفارت خ??نه كښې په اېښودلې شوي “;وزټرز بك” كښې خپل تاثرات هم وليكل