اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) د كور??يو چارو وزير شېخ ??شي?? احمد په اسلام آباد اېكسپرېس وے د قائداعظم د يادګاري پورټرېټ پرانسته وكړه. د ګل په ورځ د پورټرېټ د پرانستې په موقع د كور??يو چارو وزير په خپلو ??بر?? كښې ووئيل چې په 60 ورځو كښې دننه به قائداعظم آركائيو جوړوو، د اسلام آبا ښار به د باغونو او پاركونو ښار جوړ كړو. وفاقي وزير ووئيل چې په پي ډي اېم كښې ن ليګ او پي پي پي تل لپاره جلا شوي دي، اصل پرېكړه فضل الرحمان ته كول دي، دا ټول د عمران خان په ضد راټول شوي وو، په پي ډي اېم كښې اختلاف د اپوزيشن نااهلي ده. ده ووئيل چې ??پوزيشن ته وايو چې ??سمبلۍ ته راشئ او په اصلاحاتو ??بر?? كوو. وفاقي وزير ووئيل چې ?? چينې سكېنډل شهزاد اكبر ګوري او لاك ډاٶن كول د اېن سي او سي كار دے. وفاقي وزير ووئيل چې ډېر زر به په ګرانې قابو وموندل شي، په كابينه كښې بدلون كېږي، زه هم دلته يم، وزير وزير وي، كه هر يو وزارت ورسره وي. ده ووئيل چې ??مران خان د سياست كپتان دے او زه ورسره ولاړ يم. ده ووئيل چې ??مران خان كوم ځائ غواړي، هلته به لوبه كوم. عمران خان سره راغلے يم او ورسره به ځم. دا ټول د عمران خان په ضد راټول شوي وو او ناكام شول. د كپتان په ضد ودرېدلې اپوزيشن ټوټې ټوټې شو