اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف لارښود سينېټر شبلي فراز د پي ټي وي وړومبۍ ميرمن اناؤنسر او ډرامه آرټسټ كنول نصير په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې سينېټر شبلي فراز ووئيل چې پي ټي وي او رېډيو پاكستان لپاره به د ارواښادې كنول نص??ر د قدر وړ خدمات تل ياد ساتلې شي۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جن?? كورنۍ له د زغم توف??ق وركړي۔