اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر شبلي فراز د مارچ په 26مه نېټه د مريم نواز لخوا نېب ته د وړاندې كېدو په مهال د سياسي جتهو د استعمال د دړكې غندنه كولو سره واضحه كړې ده چې چا ته به د قانون د منګولو نه بچ كېدو لپاره د تشدد د چالونو اجازه ورنه كړې شي، ټول قوم ويني چې يوه مېرمن سياسي پلېټ فارم كارولو سره د ځواب وركولو په ځائ په اداره لشكر كشي كول غواړي، په خپل ??ور كښې په سپريم كورټ د بريد كوونكو، په عدالتونو كښ په وړاندې كېدو د اړي ګړي كوونكو په بلېك مېلنګ كښې به رانه شو او نه به دوي ته حكومت كومه اېن آر او وركړي، پاكستان تحريك انصاف په قومي اسمبلۍ او سېنېټ كښې تر ټولو لوي ګوند جوړ شوے، د قانون سازې عمل به ګړندې كولې شي او اصلاحات به كولې شي، د احتساب عمل هغسې نه دے څنګه چې حكومت او د پاكستان اولس هيله لرله، د پاكستان اولس ثابته كړې چې دوي كرپشن ته تحفظ وركولو لپاره نه بلكې د دې مخ نيوي لپاره بهر راوځي، د براډ شيټ د معاملې او د عدالتي پرېكړې جاج اخلو. ده دا خبرې د ګل په ورځ په پي آئي ډي كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې تېره ورځ يوته وركرز كنونشن ته په وېنا كښې د مريم نواز لب و لهجه د مايوسې وه. د هغې لهجه د فهم و فراست نه خالي معلومېده. ده ووئيل چې مولانا فضل الرحمان تل مذهب او دين خپل ??ياسي مقاصدو لپاره كارولې. دې خلقو سياست غېر قانوني كاروبار جوړ كړے. دا مايوس ??ناصر په خپل ??ياست كښې د هر يو غېر قانوني كاروبار سرپرستي كوي. ده ووئيل چې مريم نواز د كرپشن د وضاحت په ځائ په آئيني اداره د بريد كولو دړكې كوي. خلقو ته ترغيب وركوي چې ??ړو??بې لوټ كړئ او بيا جهتې جوړې كړئ او په ادارو بريد وكړئ. ده ووئيل چې د كله نه ده په ګوند كښې ګډون كړے، د ګوند وياند دے او نن هم د ګوند د وياند په توګه مېډيا سره خبرې كوي. ده ووئيل چې د مريم نواز لخوا نېب ته د وړاندې كېدو په مهال د سياسي جتهو د استعمال دړكه د غندنې وړ ده، چا ته به د قانون د منګولو نه بچ كېدو لپاره د تشدد د چالونو اجازه ورنه كړې شي. ده ووئيل چې ټول قوم ويني چې يوه مېرمن سياسي پلېټ فارم كارولو سره د ځواب وركولو په ځائ په اداره لشكر كشي كول غواړي، په خپل ??ور كښې په سپريم كورټ د بريد كوونكو، په عدالتونو كښ په وړاندې كېدو د اړي ګړي كوونكو په بلېك مېلنګ كښې به رانه شو او نه به دوي ته حكومت كومه اېن آر او وركړي، پاكستان تحريك انصاف په قومي اسمبلۍ او سېنېټ كښې تر ټولو لوي ګوند جوړ شوے.