اسلام آباد 16 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي ??زي?? اسد عمر وئيلي دي په پي ډي اېم كښې د شام??و سياسي ګوندونو نظريات او مفادات مختلف دي، د مسافرو په شان د پي ډي اېم منزل هم يو نه دے، دا خلق يوازې د لوټ كړي غېر قانوني دولت تحفظ غواړي او د بدعنوانې د كېسونو څخه نجات لپاره په ون پوائنټ اېجنډا راغونډ شوي، د دوي په خپل مېنځ مقابله كښې تر اوسه ??رد??ري فاتح دے، آصف علي ??رد??ري د سېنېټ د مشرۍ پ??زي??ن ترلاسه كو??و سره وروستۍ بريا ترلاسه كول غوښتل، د سېنېټ چيئرمېن وټاكلے شو، اوس به څه په لاس ورنه شي، نواز شريف په لندن كښې د قامي ادارو د ټكر كولو خبره كوي، هغه پاكستان ته راتللو له چمتو نه دے. ??رد??ري د نواز شريف او د سسټم د ټكر په مېنځ كښې ګټه ترلاسه كول غواړي، كه اپ??زي??ن استعفٰی وركړي، ګټه به ئې تحريك انصاف ته رسي، مونږ به ضمني ټاكنې وكړو. د نهې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل نواز شريف د نظام نه بهر دے، په لندن كښې سياست كوي او د هغه ځاے د يخو هواګانو نه خوند اخلي. هغه غواړي چې ټول نظام راټول كړے شي چې دغسې څوك په نظام كښې دي، چې هغه هم بهر شي. پيپلز پارټي په نظام كښې برخه لري، په سندھ كښې ئې حكومت دے. ځكه آصف علي ??رد??ري نه غواړي چې نظام نسكور شي. اسد عمر ووئيل شهباز شريف او حمزه شهباز هم لا په نظام كښې دي. نواز شريف غواړي چې ټول نظام رانسكور شي چې دغسې چرته ګوند شهباز شريف او حمزه شهباز ته پاتې نه شي. هغه په لندن كښې خپلو خلقو ته هېواد او قومي ادارو سره د ټكر كېدو ترغيب وركوي او ځينې ناپوهه خلق د ټكر كېدو هڅه هم كوي. كه چرته هغه واقعي زړور ليډر وي نو بايد هغه وطن ته راشي او داسې خبرې وكړي. وفاقي ??زي?? ووئيل د نظام له مېنځه تللو ګټه به چا ته ونه رسي. يوازې د هېواد او اولس ??يا?? به وشي. ده ووئيل د پي ډي اېم تحريك هېڅ اخلاقي جواز نه لري. دا خلق د هېواد بهترې يا د اولس په ګټه نه بلكې د خپلې ذاتي ګټې تحفظ لپاره سړكونو ته راوتلي وو او ځكه ئې د اولس لخوا ډاډګېرنه هم ونه شوه. ده ووئيل د اولس د طاقت نه بغېر كوم تحريك نه شي كاميابېدے. ده ووئيل اپ??زي??ن كه لانګ مارچ كول غواړي، شوق دې پوره كړي خو څه به ترلاسه نه كړي. ده ووئيل پيپلز پارټي تېر ځل هم مولانا فضل الرحمان د لانګ مارچ نه منع كړے ؤ اوس هم دوي د لانګ مارچ په حق كښې نه دي ځكه چې دوي ته معلومه ده چې په سړكونو به څه لاس ته رانه شي. ده ووئيل په سياست كښې تفاهم كېدے شي. د حكومت لخوا اپ??زي?? لپاره د خبرو دروازې پرون هم خلاصې وې او نن هم دي. اپ??زي??ن دې راشي، د اولس بهترې او د هېواد ګټې لپاره دې په قانون سازې كښې د حكومت مرسته وكړي. ده ووئيل پخوانو واكمنو د اولس پېسه لوټ كو??و سره جرم كړے، دا خلق دې سياست ضرور وكړي خو په جرم او سياست كښې فرق وي، د جرم معافي به ترلاسه نه كړي، كه دوي معاف كړے شي نو دا به اولس سره غداري وي. اسد عمر ووئيل د تحريك انصاف حكومت لپاره پي ډي اېم نه بلكې ګراني تر ټولو لوي چېلنج دے. ??زي??اعظم عمران خان د يو كرپټ نظام په ضد هڅې كړي او دې مقام ته رارسېدلے. تحريك انصاف په كوم يو سياسي ګوند كښې خوښي نه لري، زمونږ مشن د هېواد او اولس بهتري ده. ده ووئيل په سېنېټ كښې ساده قانون سازې لپاره زمونږ اكثريت راغلے خو آئيني بدلون لپاره به مونږ اپ??زي??ن ته ضرورت لرو، مخكښې مو هم اپ??زي??ن سره په ګډه قانون سازي كړې. هيله ده چې اپ??زي??ن به په راتلونكي وخت كښې هم د هېواد او اولس په ګټه په قانون سازې كښې د حكومت مرسته كوي