اسلام آباد۔17مارچ (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د اسلام آباد سکیورټی ډائیلاګ كنفرنس پرانس??ې سېشن كښې ?? خپل نوعيت اولني پالیسي اېډوائزری پورټل پرانسته كړې ۔ دا پورتل د 100 نه د زياتو تھنګ ټېنكس ٬ دانشورانو او كارپوهانو د پالېسۍ جوړولو په عمل كښې ??املولو له نېشنل سکیورټی ډویژن جوړ كړے۔ د اېډوائزري پورټل پرانس??ې سره وزيراعظم عمران خان د دې اقدام ستائنه كړې ۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان زلمي زيات صلاحيت لرونكي دي خو د هغوي قدر نه كېږي۔ هغه ووئيل د پورټل جوړېدل په سم لوري پورته كړے شوے ګام دے۔ اېډوائزری پورټل يو خصوصي او پېوست پلېټ فارم دے چ?? ورسره د قامي سلامتيا په موضوع كار كوؤنكي تھنك ټېنكس او پوهنتونونه د پالېسۍ په اړه خپلې سپارښتنې نېغ په نېغه مشرتابه ته رسولې شي۔ د وزیراعظم د قامي سلامتيا ډويژن او سټ??ېټ??جک پالیسي پلاننګ صلاحكار ډاکټر معید یوسف ووئيل د پورټل جوړولو مقصد د دانشورانو او پالېسۍ جوړونكو تر??ين??ه فرق ختمول دي۔ اسلام آباد سکیورټی ډائیلاګ دوه ورځې نړيوال كنفرنس دے۔ نن د زيارت په ورځ به د دوېمې ورځې پرانس??ې سېشن ته د پاك پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه خطاب كوي۔ د اسلام آباد سکیورټی ډائیلاګ په زياتره ورچوئل غونډه كښې ??ه ملكي او سيمه ايز پوهان ٬ ميډيا او نور چارواكي ګډون كوي۔ د اسلام آباد سکیورټی ډائیلاګ بنيادي سرخط بشپړه سکیورټی فریم ورک مرتب كول دي چې ورسره به هېواد د نړيوال او سيمه ايز پرمختګ محور جوړېدو له د خپلو مخفي صلاحيتونو نه استفاده كولې شي