اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي)د وز??راعظم عمران خان لخوا د مدينې رياست وژن له مخې د سادګۍ او كفايت شعارۍ اقداماتو د لارې د مالي كال 2020م په مهال د وز??راعظم دفتر د ورځې خرڅونه په ځانګړي توګه كم شوي ٬وزيراعظم عمران خان د وز??راعظم چوكۍ سنبهالولو په وخت د وز??راعظم هاؤس او د وز??راعظم دفتر په خرڅونو كښې د كفايت شعارۍ په لړ كښې د مثال وړاندې كولو لوظ كړے ؤ ۔وزيراعظم نه يوازې د قامي خزانې تحفظ لپاره د وز??راعظم هاؤس او د وز??راعظم دفتر خرڅونه كمولو لوظ تر سره كړے بلكې د اولس د پيسو تحفظ لپاره يې نورو حكومتي چارواكو لپاره يو مثال هم قائم كړے او د دې تصديق د مالي كال 2019 د بجټ او د خزانې وزارت د دستاويزات څخه هم كېږي۔د بجټ او سركاري دستاويزات له مخې د وز??راعظم دفتر لپاره د آپرېټنګ خرڅونو په مد كښې په مالي كال 2020م كښې 218 ملين روپۍ بېلې كړی شوې وې خو د ټولو خرڅونو حجم 46 ملين روپۍ رېكارډ كړے شوے۔د سفر او ټرانسپورټ خرڅونو په مد كښې د يو كروړ روپو بچت شوے ۔سېل سپاټې ??و ډالو لپاره په مال كال 2020م كښې 15 لكه روپۍ بېلې كړی شوې وې خو په دې كښې يوازې 1000 روپۍ مصرف شوي۔د وز??راعظم په هدايات د مادي اثاثه جاتو په مد كښې 4 كروړه روپۍ بچت باوري كړے شوے۔په نورو خرڅونو كښې دوه كروړه روپۍ بچت شوې۔د صوابديدي ګرا??ټس په مد كښې يو ملين روپۍ بېلې كړی شوې وې او پكښې يوازې 1000 روپۍ مصرف شوي۔د ملازماننو د معاوضې په مد كښې 3 كروړه روپۍ بچت شوي دغسې د وز??راعظم سټېټ ګارډن ايسټبلشمنټ په مد كښې د يو كروړ روپو بچت شوے ۔د وز??راعظم عمران خان دې طرز عمل د نورو سياسي مشرانو لپاره هم يو مثال جوړ كړے