اسلام آباد 16فروري (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجۍ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي پاکستان حلال اتھارټی (پی ای?? اے) لپاره سلاټر هاؤسز ته آسانيو وركولو لپاره چمتو دے۔ د نهې په ورځ وړومبي سلاټر هاؤس کنفرنس ته خطاب کښې ده ووئيل ??زارت د حلال څيزونو برآمدات او تجارت زياتولو له پاکستان حلال اتھارټی (پی ای?? اے) جوړه كړې ځكه چې پروسیسډ میټ سیکټر يوه مهمه څانګه ده۔ ده ووئيل بايد پی ای?? اے د ځناورو په ویکسین او د ځناورو په خوراك كار وكړي دا د ښه موقعې لري او غټ كاروبار دے۔ پی ای?? اے له کاروباری موقعې لټولو لپاره سرکاری او نجی مرستې ت?? اړټيا ده۔ده ووئيل بايد مونږ چین او د خلیج كواپرېشن كونسل هېوادونو سره هم تجارت خپل هدف وګرځوو چرته چې د غوښې د برآمدات صلاحیت شته۔ ډائریکټر جنرل پاکستان حلال اتھارټی اختر اے بوګھیو ووئيل ??ړيواله منډۍ كښې د حلال تجارت مالیت يو كهرب ډالره دے۔ زیاتره غیر مسلمه هېوادونه حلال تجارت كښې په زړه پورې كردار لري۔ پاکستان يو اسلامي هېواد دے ب??ا هم په دومره لوي ماركيټ كښې څه خاص مقام نه لري