اسلام آباد۔8 فروری(اے پی پی) د سېنېټ د اقليتونو تحفظ او د مذهب جبري بدلون سر د اړوندې پارليماني كمېټۍ ذېلي كمېټۍ غونډه د كمېټۍ کنونیئر سېنېټر ډاكټر سکندر میندرو په ??شرۍ كښې پارليمنټ لاجز كښې وشوه۔غونډه كښې د مذهب جبري بدلون سره په اړونده قا??ون سازۍ او د”جبری تبدیلی“ تعريف لپاره اسلامي نظرياتي كونسل سره د رابطې په ايجنډا غور وكړے شو۔ د كمېټۍ په غونډه كښې په دې سلا يوه شوه چې بل به نه يوازې اسلام آباد بلكې ګرد هېواد كښې ناف?? وي او د مذهب بدلون له به مجسټرېټ سره رجسټرېشن ضروري وي۔ د كمېټۍ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د 18 كالو نه د كم عمر وګړے به نابالغ تصور كولے شي۔ د مذهب جبري بدلون كښې ككړو كسانو ته د 5 نه تر 10 كالو زندان په سزا او په دې معامله كښې سهولت كار ته د درې نه تر پينځه كاله سزا وركولو په ??ړاندېز غور وكړے شو۔ د كمېټۍ کنونیئر ډاكټر سکندر میندرو د بشري ??قو??و وزارت او د قا??ون وزارت ته يوه اونۍ كښې د بل ډرافټ جوړولو هدايت وكړو۔ غونډه كښې د قومي اسمبلۍ غړي لال چند سره سره د قا??ون وزارت٬ د اسلامي نظرياتي كونسل او د بشري ??قو??و او مذهبي چارو وزارت اعلی چارواكو ګډون وكړو