اسلام آباد 25 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پرمختګ په لاره ??ښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره د پنځه نكاتي اېجنډا تجويز وركولو سره ??ئيلي دي د وباء تر خاتمې دې د غېريبو هېوادونو قرض موخر كړے شي٬ پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره دې د 500 اربه ډالره د مرستې فنډ جوړ كړې شي، د تعطل نه غېر واكسين دې باوري كړے شي٬ د وباء تر خاتمې دې د قرض دارو هېوادونو قرض ستنولو كښې رعايت وكړې شي۔ د ګل په ورځ د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې تجارت او د پرمختګ په اړه كنفرنس ته وزيراعظم ووئيل نړۍ دا مهال د صحت او معيشت بلها بحرانونو سره ??خ ده٬ اګرچه د کرونا وائرس د امير او غريب ترمېنځه فرق نه دې ساتلے خو دې پسمانده طبقې او بې وسه هېوادونه زيات ځپلي دي ٬ د لكهونو په شم??ره خلق په غربت كښې راګېر شوي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې زمونږ دا هڅه ده چې مونږ خلق په يو وخت د وباء او د لوږې په سبب د مرګونو څخه اوساتو٬ په دې لړ كښې خوش قسمتۍ سره زمونږ لائحه ګ??وره ثابت شوې خو د وائرس په دوېمه چپه په بشپړه توګه قابو موندلو او معاشي نمو په ځاے ساتلو او فعاله كولو لپاره هم ??رله پسې هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ وزيراعظم ووئيل د وباء تر خاتمې د جامع پرمختګ سوچ يو خوب دے۔ ده ووئيل پرمختګ كوٶنكي هېوادونه د كرونا وباء څخه د بحالۍ په هڅو او د خپلو قرضونو د ذمه وارو په تر سره ??ولو كښې راګېر دي۔ وزيراعظم ووئيل تېر كال په اپرېل كښې ما پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره ??ه قرض ستنولو كښې د ريليف پحقله او د معاشي نمو بحالۍ لپاره ??ه نړيواله كچه د اقداماتو تجويز وركړر ٶ٬ خو زه په دې ېرېږم چې په د دې لړ كښې تر كال 2030 د جامع پرمختګ هدفونه سر كولو له ډېر څه كولو ته اړتيا ده، او د دې نه غېر دا هدفونه سر كول به يو سخت چېلنج وي۔ وزيراعظم ووئيل وبائي ??نځ د نړيوالې سوكالۍ او د پرمختګ په لاره ??ښې ولاړ خنډان لرې كولو لپاره ??وه غوره ??وقع هم ??ركوي۔ وزيراعظم د پرمختګ په لاره ??ښې رامخې ته خنډان لرې كولو لپاره د پنځه نكاتي اېجنډې تجويز وركولو سره ??وئيل پرمختګ كوٶنكو هېوادونو ته دې يو برابر او د استطاعت وړ واكسين د تعطل نه غېر وركول باوري كړے شي، دې سره به پرمختګ كوٶنكو هېوادونو له معاشي او د اقتصادي پرمختګ په ضرورتونو خپل قېمتي وسائل خرڅ كوكو له مرسته او د اضافې قرضنو څخه د خلاصي موقعه په لاس ورشي٬ د وبائي ??نځ تر خاتمې دې د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو د قرض ستنول معطل كړے شي او متفقه او جامع فورم له مخې دې د دوي د پبلك سېكټر قرضو ري سټركچرنګ كړے شي ۔ ده ووئېل د قرضونو ستنولو توازن له مرستې لپاره دې د 500 اربه ډالرو د مرستې فنډ جوړ كړے شي او د بدعنوانه سياست مدارو او تورنو په قبضه كښې غلا كړې سرمايه بېرته ستنولو لپاره دې اقدامات وكړې شي۔