اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير علي زېدي وئيلي دي د جنورې په پنځمه نېټه كال 2021م مې د ټاكنو په كميشن كښې د خپلو اثاثو تفصيلات جمع كړي، د ركنيت معطلې په نومونو كښې د نامې شاملولو سبب نه نه يم خبر شوے. علي زېدي د ټاكنو كميشن لخوا د اثاثو د تفصيلات نه جمع كولو په وجه د ده نو?? د ??عطل غړو په لسټ كښې په شاملولو په خپل خبرګون كښې ووئيل ده په كال 2020م كښې د دسمبر په 28مه نېټه ټېكس ريټرنز جمع كړي او د جنورې په 5مه نېټه كال 2021م كښې ئې د ټاكنو كميشن سره د اثاثو ډكليئرېشن فارم جمع كړے خو خبر نه يم چې د ده نوم بيا هم ??لې په معطل غړو كښې شامل كړے شوے. د جنورې په 18مه نېټه د پاكستان د ټاكنو كميشن د اثاثو تفصيلات په نه جمع كولو د درېو وفاقي وزيرانو پشمول د پ??رل??ان د 154 غړو ركنيت معطل كړے ؤ