كراچې 02 جنوری (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عار?? علوي وئيلي دي چې خاص كسان د ټولنې برخه جوړولو او په ماركيټ كښې د ملازمت جوګه كولو لپاره ضروري تكنيكي مهارت او د كار استعداد زياتولو لپا??ه اقدامات كولې شي، مونږ ته خاص كسانو ته د خېرات وركولو په ځائ دوي ته حقوق وركول پكار دي. صدر مملكت دا خبرې د خالي په ورځ د سندھ بزنس چېمبر غړو سره د يوې غونډې په مهال وكړې.صدر مملكت ووئيل چې برآمدي صنعتونو لپاره خام مال پېدا كوونكي صنعتونو شاملول ضروري دي چې دغسې دوي ته په ترجيحي بنيادونو توان وركړے شي. ده ووئيل چې د ګاز ستونزه حل كولو لپا??ه اېل اېن جي مكس هم كارول پكار دي. صدر مملكت ووئيل چې خاص كسانو ته ضرري مهارت وركولو او دوي د صنعت په بېلا بېلو څ??نګو كښې د روزګار موقعو جوګه كولو لپاره تربيتي مركزونو سره د روابطو زياتولو ضرورت دے. صدر مملكت ته ووئيل شول چې كراچي اېسوسي اېشن آف ټرېډ اېنډ انډسټ??ي هنر فاٶنډېشن سره په دې لړ كښې مرسته كوي. په دې م??قع وړومبې مېرمن بېګم ثمينه عارف ووئيل چې هغه به په دې لړ كښې د تجارت او صنعت د بېلا بېلو چېمبرو دوره كوي.