پېښور۔ 31 دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وز??ر شېخ رشيد احمد د فرنټيئر كانسټېبلري (اېف س??) خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي اېف س?? د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف كردار ترسره كړے۔ د زيارت په ورځ اېف س?? هېډكوارټرز ته په تللو د اېف س?? يوې چمتو ډلې وفاقي وز??ر ته سل??مي وكړه۔وفاقي وز??ر په اېف س?? هېډكوارټر كښې د شهيدانو په يادګار ګلونه واچول او د شهيدانو لوړو درجو له ئې دعا وكړه۔ د فرنټیئر کانسټبلری په اړه كمانډنټ معظم ا??صاري داخله وز??ر ته بريفنګ وركړو۔ داخله وز??ر ووئيل د اېف س?? قربانيو ته اولس د قدر په سترګه ګوري۔ د محدودو وسائلو باوجود امن او امان ساتلو له د اېف س?? قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ هغه ووئيل د اېف س?? شهيدانو پېكج به زياتولې شي او پېښې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كوو۔ هغه ووئيل يوه نيمه مياشت كښې به د فرنټيئر كانسټبلري مسئلې حل كړؤ۔ وفاقي وز??ر ووئيل اېف س?? د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د اولني صف ډلې كردار ترسره كړے۔ کمانډنټ اېف سی معظم جاہ انصاری ووئيل د داخله وز??ر په راتللو د اېف س?? ځوانانو حوصلې زياتې شوي۔ هغه ووئيل د تېرو دوو كلونو په مهال د اېف س?? 11 ځوانانو د خپلو سرونو قرباني وركړي او 27 ترهګر ئې وژلي دي۔ هغه ووئيل د سېكشن تھري تر سېوري لاندې اېف س?? په پولو او پیوستو سيمو كښې ٬ اقتصادي راهدارۍ ٬ ګلګت بلتستان ٬ خېبر پختونخوا ، واپډا، سوئی ګ??س او د اېن اېچ اے په شمول ملګرو ملتونو كښې مستقل نمائندګي لري۔