اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر په مشرۍ ??ښې په خېبر پښتونخوا ??ښې د سي پېك له مخې د بېلا بېلو جاري منص??بو په اړه د لوړې كچې غونډه د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانۍ ??ښې وشوه چې پ??ښې د خېبر پښتونخوا اعلې وزير محمود خان په خاص توګه ګډون كړې۔ په غونډه ??ښې وفاقي وزيرانو پروېز خټك، اسدعمر، علي آمين ګنډا پور، صوبائي وزير تېمور سليم جھګړا، د قامي اسمبلۍ غړي شېخ يعقوب پشمول د سي پېك رېګولېټري اتهارټۍ ٬ واپډا٬ پاكستان رېلوے او د نورو محكمو اعلٰې چارواكو ګډٶن وكړو۔ په دې موقع خېبرپښتونخوا ??ښې د سي پېك له مخې ??ه جاري منص??بو تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ په غونډه ??ښې د رشكئۍ اكنامك زون په پرانسته هم تفصيلي خبرې اترې وشوې او د كرونا وباء صورتحال له مخې د دې د پرانستې د نوې نيټې اعلان لپاره پرېكړه وشوه٬ په غونډه ??ښې د ډېر اسماعيل خان په اقتصادي زون هم تفصيلي خبرې وشوې او د دې په خاص اقتصادي زون جوړولو غور وكړې شو او اړوند ادارو ته د جامع پلان جوړولو امر وكړې شو۔ په غونډه ??ښې د هري پور حطار اكنامل زون په فېز ټو هم خبرې اترې شوې او دا د سي پېك باقاعده برخه جوړولو لپاره اړوند ادارو ته د جامع پلان وړاندې كولو امر وكړې شو۔ په غونډه ??ښې د چشمه رائټ بېنك كنال په ګټو هم تفصيلي خبرې وشوې او دا د وخت ضرورت ګرځولو سره منصوبه عملي كولو لپاره د پروېز خټك په مشرې ??ښې د سټرنګ كمېټۍ ??ه جوړولو اتفاق وشو