ملتان 16 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي ګلګت بلتستان كښې مونږ د سپېځلو ټاكنو كولو بنياد اېښودے ٬ د ګلګت په الېكشن كښې اولس د مسلم ليګ (ن) بيانيه رد كړې ٬ ګلګت بلتستان كښې د پپيلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) د دواړو اولسي پوزيشن په ډاګه شوے٬ په ټاكنو كښې په بشپړه خوښۍ د ګلګت بلتستان ??ولس ته پېروزئنې وړاندې كوو ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ ملتان كښې بېلا بېلو دستورو ته وېنا او ميډيا سره خ??رو كښې كړې۔ ده ووئيل د پولنګ په ورځ د واورې ورېدو باوجود دا ټران ??ٶټ سم دے او اولس په قطارونو كښې ولاړ ليدلي شوي۔ ده ووئيل پي ډي اېم په غېر ملكي اېجنډا عمل كوي څوك چې په هېواد كښې اړے ګړے غواړي۔ ده ووئيل د پي ډي اېم د مشرانو بيانيه او نظريات د يو بل نه مختلف دي ٬ د دوي اتحاد غېر فطري دے او غېر فطري څيز زر يا لږ وخت پس پائې ته رسېدے شي۔ ده ووئيل د وكرونا په سبب د هېواد م??عش?? ته زيات زيان ??سېدلے ٬ حكومت د كورونا په وړومبۍ چپه كښې اولس د لوږې نه ساتلے او تر كومې چې كېدې شوه مرسته ئې كړې۔ده ووئېل اوس دوېمه چپه راغلې چې شدت ئې د وړومبۍ چپې په نسبت زيات دے اولس دې احتياط وكړي او په اېس او پيز دې عمل وكړي