اسلام آباد۔17اکتوبر (اے پی پی) پاکس??ان د ارمينيا د وزيراعظم بې اساسه تورونه په کلکه رد کړي چې د پاکس??ان ځانګړو ځواکونو په روانه شخړه کښې د اذربائیجان د پوځ ملاتړ کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خالي په ورځ يو بيان كښې ووئيل ??ې د اذربائیجان صدر الهام علیوف په معامله هم خپل دریځ ښكاره كړے دے چې د اذربائیجان ځواکونه د خپل هیواد دفاع لپاره کافي دي او د بهرنیو ځواکونو مرستې ته اړتیا نه لري. هغه ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې د ارمينيا مشرتابه د اذربائیجان په ضد په خپلو غېر قانوني ګامونو پرده اچولو له غېر ذمه واره پراپېګنډه كوي كومه چې باید ودرولې شي.ویاند وویل چې پاکس??ان په دې باور لري چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تلپاتې امن بحالي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ??رېكړو عملي كولو او د آذربائيجان سيمه ايزو پولو څخه د آرمينيا پوځ وتلو سره تړلې ده۔