اسلام آباد 23 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمر??ن خان د اقتصادي سفارت كارۍ ودې پله مهمې پريكړې كړي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم عمر??ن خان پھ مشرۍ كښې د هېواد د اقتصادي سفارتكارۍ ودې لپاره د ” اكنامك آؤټ ريچ اپيكس كمېټي”جوړولو پريكړه شوې۔د اقتصادي سفارتكارۍ ودې په حقله ??اص مرستيال ډاكټر معيد يوسف فوكل پرسن غوره كړے شوے۔د اړوندو وزارتونو٬د صوبائي محكمو او د نورو ادارو ترمينځه كوآرډينېشن او لپاره د ” اكنامك آؤټ ريچ كوآرډينېشن ګروپ جوړولو پريكړه شوې”۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو محمد حماد اظهر٬سيد فخر امام٬سېنېټر شبلي فراز٬فواد احمد٬??اص صلاحكارو عبدالحفيظ شېخ٬عبدالرزاق داؤد٬??اص مرستيالو ډاكټر معيد يوسف٬ډاكټر فيصل سلطان٬ذوالفقار عباس بخاري او نورو افسرانو ګډون وكړو۔د وزيراعظم مېډيا آفس له مخې په غونډه كښې د هېواد د اقتصادي سفارتكارۍ ودې په حقله د هېواد پوټ يوټېنشل٬پیښو چېلنجونو او په هغې قابو موندلو په اړه روډ مېف وزيراعظم ته وړاندې كړے شو۔وزيراعظم غونډې ته ووئيل د اقتصادي سفارتكارۍ وده د وخت حاجت دے۔ده ووئيل د اقتصادي سفارتكارۍ ودې سره به نه يوازې بهرنو هېوادونو سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي بلكې معاشي مېدان كښې به د موجوده صلاحيت څخه بشپړه ګټھ پورته كړی شي۔وزيراعظم د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ته س??ارښټنه وكړه چ?? په بېلو څانګو كښې خوښي لرونكو بهرني سرمايه كارو له هر ممكنه آسانۍ وركول باروي كړے شي