اسلام آباد 07 ستمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ د اسلام آباد ه ترلائی سيمه كښې د ماډل پناه ګاه دوره كړې ده ۔ وزیراعظم په پناه ګاه كښې د بيلو آسانيو او انفراسټرکچر ??اج واخست او پناه ګاه كښې ميشته كسانو سره ئې خبرې وكړې او هغوي سره ئې ډوډۍ هم اوخوړله۔ وزیراعظم د اړخه تيره مياشت اسلام آباد كښې د جوړې پناه ګاهو نه د ماډل پناه ګاه جوړولو سپارښتنې نه پس دا وړومبے شیلټر هوم دے كوم چې د يوې مياشت نه كمه موده كښې ښه انفراسټرکچر، کیټرنګ او د رهائشی معیار سره سره خواري كښو له معیاری خذمات وركوي۔ وزیراعظم میډیا آفس له مخې په راروانو درېو مياشتو كښې به وفاقی پايه تخت كښې ټول 5 پناه ګاهونه ری ماډل کول?? شي او دې نه پس به په ټول هيواد كښې پرله پسې پناه ګاهونه ری ماډلډ پناه ګاهونه جوړول?? شي۔ د غريبۍ ختمولو او سماجی تحفظ خاص مرستيالې ډاکټر ثانیه نشتر، ایم ډی پاکستان بیت المال عون عباس بپی او د وزیراعظم فوکل پرسن نسیم الرحمن وزیر اعظم پناه ګاه كښې د انتظامی چارو او اصلاحات په اړه خبر كړو ۔ وزیر اعظم د دورې په مهال پناه ګاه كښې د بيلو اسانيو او انفراسټرکچر ??اج واخست۔ ده په پناه ګاه كښې ميشته كسانو سره خبرې وكړې او د آسانيو په اړه ئې وپوښتل۔ وزیراعظم دې نه پس پناه ګاه كښې ميشته كسانو سره ډوډۍ اوخوړله۔ وفاقی وزیران اسد عمر، مراد سعید، شهزاد اکبر، سید ذوالفقار عباس بخاری، علی نواز اعوان، ر??جه خرم نواز او نور اعلی چارواكي هم په دې موقع موجود وؤ۔