اسلام آباد 23 جولائی (اے پی پی)د 7.2 ارب ډالره په لګښت د ایم ایل ون منصوبې سره به يو لكه پاكستانیانو ته د روز ګار موقعې په لاس ور شي۔د دې خيالاتو څركندونه دوستی اېف ایم راډيو سره مركه كښ?? وكړه ۔ده ووئيل اېم ایل ون منصوبې لپاره 90 فیصده پاكستانیان دغسې 10 فیصده چینائي هنرمندان په دې منصوبه كار كوي۔ ده ووئيل د دې منصوبې ترمخه 1778 كلو میټره ډبل ریلو?? ټریك غزولے شي۔ شیخ رشید احمد ووئيل چین په حقیقی معنو د ریلوے په لړ كښ?? پرمختګ كړے، د چین ریلوے نظام د نړۍ تر ټولو ښه نظام دے او د چین ریلوے نظام ټول هيواد كښ?? خپور شوے۔ ده ووئيل پاكستان له د چین څخه په دې څانګه كښ?? بشپړه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده۔ د ريلوے وزیر ووئيل اېم ایل ون منصوبې بشپړيدو سره به د ریل ګاړو پيښو كښ?? كمي راشي ځكه چې د دې منصوبې بشپړيدو سره به د ريلوے زياتره پھاټكونه ختم شي