اسلام آباد 15 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي پاكستان كښ?? د روغتيا كاركنان په زړه پورې ډول مثالی خذمات ترسره كوي ٬د كورونا نوو كيسونو شميره كښ?? د كمي راتللو درناوے د هیلتھ كاركنانو دے ، د محدودو وسائلو باوجود حكومت د هیلتھ كئیر كاركنانو حفاظت ته پام لرنه كوي۔ د شورو په ورځ د دې خيالاتو څركندونه ده په ټویټر د هیلتھ كیئر كاركنانو په نامه ویډیو پیغام كښ?? وكړه ۔ ده ووئيل ډاكټرانو، نرسز او پیرامیډیكل سټاف ریكارډ كار كړے ویډیو پیغام د روغتيا وزارت’’وی كئیر‘‘ پروګرام برخه ده۔ ده فرنټ لائن هیلتھ كاركنانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هیلتھ كئیر كاركنانو په عزم او همت سره په كورونا قابو موندلو له مرسته تر لاسه شوې۔ ده ووئيل د هیلتھ كئیر كاركنانو حفاظت لپاره د پاكستان اقدامات به ټوله نړۍ كښ?? ستائلے كيږي او دا خبره دې ياده وي چې د محدودو وسائلو باوجود حكومت د هیلتھ كیئر كاركنانو حفاظت ته خاص پام لرنه كوي۔ ده ووئيل د (وی كئیر) ترمخه ټول هيواد كښ?? يو لكه څخه زيات هیلتھ كاركنانو له حفاظتی سامان په سم ډول استعمال په اړه خاص تربیه وركړے كيږي او په نړيواله كچه د پاكستان دا قدام ستائلے كيږي۔ ده ووئيل د وی كیئر ترمخه څلورو واړو صوبو ، اس??ام اباد ، ګلګت بلتستان او آزاد جمو او كشمیر كښ?? تر اوسه 60 زره څخه زيات هیلتھ كاركنانو له تربيه وركړے شوي ۔ د قامي روغتيا خاص مرستيال اولس ته هم غږ وكړو چې د احتیاطی تدابیراختیارولو سره د خپل ځان سره سره د فرنټ لائن هیلتھ كاركنانو حفاظت باوري كړي۔ده ووئيل د لوي آختر په موقع دې وګړي د څاروو منډیانو په اړه جاری كړو احتیاطی تدابیر باندې عمل درآمد باوري كړي