اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي په اوسني دور كښې صنعتي ??رم??تګ لپاره هنرمند افرادي قوت او په خاص توګه د پاكستا?? ځوانان لوي اهميت لري، د وزيراعظم عمران خان په خ??ص ??پارښتنه ځوانان هنرمند او تعليم يافته كولو لپاره اقدامات كولے شي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د يوتھ سكلز نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې. عثمان ډار ووئيل ځوانانو لپاره ځانګړې پروګرام هنرمند پاكستان پېل كړے شوے. د دې پروګرام د لارې په وړومبي ځل په ل??يه شمېره ځوانانو ته ترببه وركړې شوې. ده ووئيل په اوسني وخت كښې صنعتي ??رم??تګ لپاره د هنرمند افرادي قوت اهميت زيات دے. دا ضرورت او اهميت په نظر كښې ساتلو سره اوسني حكومت د وظيفه اي څانګې ??رم??تګ او په خاص توګه ځوانانو او په عمومي توګه” هنرمندي ټولو لپاره” حكمت عملي جوړه كړې ده . ده ووئيل ځوانانو ته ??ه بهرنيو هېوادونو كښې د روزګار موقعې پېدا كولو لپاره هم اقدامات روان دي ٬ دې سره به نه يوازې هنر مند ځوانان ??ه بهرنيو هېوادونو كښې روزګار ترلاسه كړے شي بلكې دوي به د هېواد په زرمبادله كښې د اضافې سبب وګرځي.ده ووئېل زه د ځوانانو نه هيله لرم چې د وزيراعظم په كامياب ځوان پروګرام كښې شاملېدو سره به خپل ځان هنر مند كړي ٬دغسې چې مهارت لرونكي ځوانان د پاكستان په ??رم??تګ او خوشحالې او اقتصادي مضبوطيا كښې مهم كردار ترسره كړي.