اسلام آباد 25 جون (اے پي پ??) د خارجه دفتر وياندې عائشه فاروقي وئيلي دي پ?? نوي ډيلي كښې د پاكستان هائي كميشن عمله كښې د 50 فيصده كمي كولو د هند اوسنے اقدام په مقبوضه ??شم??ر كښې د رياستي ترهګرې او د بشري حقونو د سختو سرغړونو څخه د نړۍ پام ګرځولو ناكامه هڅه ده. د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياندې هند ته ووئيل هغه دې د سوئيلي آسيا امن او استحكام په داٶ د لګولو په ځائ خپلو كورنيو او بهرنيو معاملو ته پام وكړي. وياندې ووئيل پاكستان پرله پسې نړيواله ټولنه خبروي چې د بي جے پي د حكومت غېر ذمه واره پالېسې په سيمه ايز ا??ن او استحكام پرله پسې آغېز پرېباسي. وياندې ووئيل زمونږ سفارتكار او چارواكو تل د نړيوال قوانين او سفارتي اصولو له مخې كار كړے. وياندې په دې لړ كښې د هند د خارجه وزارت تورونه په سختې سره رد كړل او د دې ئې سخته غندنه وكړه. وياندې ووئيل پاكستان په مقبوضه جمو او ??شم??ر كښې د هند د قابضو ځواكونو لخوا د ??شم??ري ځوانانو د قتل غندنه هم كوي. وياندې ووئيل د هند قابض پوځ د تېرو 5 مياشتو په مهال د 110 نه زيات بې ګناه ??شم??ريان شهيدان كړي. وياندې ووئيل بايد د بي جے پي مشران په دې پوهه شي چې دوي د هندي ځواكونو د لارې د كشمريانو د وژلو ن??غ په نېغه ذمه وار دي. وياندې ووئيل په كنټرول لائن د هندي ځواكونو لخوا د خلاف ورزې لړې لا هم روانه ده. هغې ووئيل هند په تېرو 6 مياشتو كښې د جنګ بندې 1440 خلاف ورزې كړي او په نتيجه كښې ئې 13 شهادتونه او 104 بې ګناه وګړي سخت ژوبل شوي دي