اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) پاکستان په مقبوضه کشمير كښې د ډوميسائل نوي قانون غندنه كولو سره وئېلي دي د ډوميسائل قانون مقصد د مقبوضه کشمير آبادياتي تناسب بدلول دي او د كشميريانو د سلامتي كونسل قراردادونو تر ??خه د خپلواكۍ او غېر جانبداره رائے شمېرو عمل ته زيان رسول دي۔د خارجه دفت?? وياندې عائشه فاروقي د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل دا مهال د هند د غېر قانوني اقدام چې څومره غندنه وكړې شي كمه ده ځكه چې هند د نړۍ د وبا مخ نيوي په هلو ځلو كښې د مصروفه پاتې كېدو نه ناجائزه ګټه پورته كوي ، كوم چې د آر اېس اېس ۔ بي جے پي اتحاد د موقع پرستۍ او په اخلاقي توګه د ديواليه ذهنيت عكاسي ده۔ وياندې ووئيل کشميريانو لكه د وړاندې غوندې د هند دا غېر قانوني اقدام هم مسترد كړے ٬ كشميريان به د خپلې خاوري نه د بې دخلې ، په سياسي او معاشي توګه لاندې ??ات??و او د خپلې پېژندګلو نه د محرومولو دا ناوړه “هندوتوا” ايجنډه هېڅكله قبول نه كړي۔ وياندې ووئيل ګر??ه نړۍ په مقبوضه كشمير كښې اولس سره د غېر انساني سلوك ٬ د ظلم او بربريت او په هند كښې اقليت سره د امتيازي سلوك پرله پسې غندنه كوي۔ وياندې ووئيل پاكستان د اسلامي مرستې تنظيم د بشري حقونو په اړه د آزاد او مستقل كمېشن لخوا د هندي واكمنو د معرفي كړي جمو اينډ کشمير ګر??نټ آف ډوميسائل سرټيفيکټ (پروسيجر) رولز 2020 په اړه د بيان هركلے كړے ۔ او آئې سې خپل بيان كښې د هند دا اقدام “نوآبادياتي آبادکاري” ګرځولو سره وئيلي وٶ دا اقدام د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ، د څلورم جنيوا كنونشن او د نړيوالو بشري حقونو په ضد دے۔ دې ووئيل او آئي سي په ملګرو ملتونو او په نوره نړيواله ورورولۍ زور رواړې چې ھغوي د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي قراردادونه عملي كولو لپاره خپل كردار ولوبوي او هند د هغه اقداماتو نه منع كړي كوم چې د جغرافيائي او آبادياتي حېثيت د بدلولو مترداف وي۔ وياندې ووئيل په تېرو څو ورځو كښې د دبئۍ ??خه 445 ، د فرانس او د نورو ګاٶنډيانو هېوادونو پشمول د بيلجيئم، اټاليه، پولېنډ نه 150 ٬ سپين ??خه 105، کاناډا ??خه 250، عراق ??خه 257، سوډان ??خه 249 پاكستانيان هېواد ته راغلي دغسې جده ??خه 250 او 237 وګړي انډونيزيا ??خه او331 پاکستاني بنديوانان هم ماليزيا ??خه هېواد ته راستانه شوې دي