اسلام آباد 12 مئی (اے پی پی) پاكستان په كابل كښې په يو طبی مركز د غیر انسانی او بزدل??نه ترهه ګرۍ بريد او ننګرهار ولايت كښې په جنازه د ځانمرګي بريد سخته غندنه كولو سره د هغې په نتيجه كښی په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ خارجه دفتر نه جاري بيان كښې د دې پيښو غندنه كولو سره وئيلي شوي د روژې مباركې په مياشت كښې او په خاص توګه ??ه داسې وخت كښې كله چې افغانستان د كوویډ 19 وبائی رنځ سره مخ دے دا پيښې د افسوس وړ دي۔ ??اكستان د ترهه ګرۍ په بريدونو كښې په حق رسيدليو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كوي او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا كوي ۔ بيان كښې وئيلي شوي پاكستان ??ه دې سخ?? وخت كښې د افغان اولس سره ولاړ دے۔ وياندې وئيلي دي پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ غندنه كوي۔ ??اكستان به د امناك او مستحكم افغانستان مرسته رو??نه ساتي