اسلام آباد ۔ 5 اپرېل (اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وفاق المدارس والمساجد ??در حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وزيراعظم عمران خان څخه مطالبه كړې ده چې كورونا وائرس او لاك ډاؤن نظر كښې نيولو سره دې مدرسو او جو??اتونو ته د څلورو ميا??تو يوټېلېټي بلونو څخه استثنی وركړې شي۔ د مرستې په هلو ځلو كښې د مدرسو او جو??اتونو د علماﺀ كرامو او مشائخو دې هم خاص خيال وساتلې شي۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې ده ??وئيل د كورونا وائرس دلاسه مدرسې او جو??اتونه بند دي۔ رجب څخه تر شوال مياشتې به وړاندې شتمندو مدرسو او جو??اتونو سره مرسته كوله۔ د روان كال په مهال د وباﺀ دلاسه مدرسې او جو??اتونه بند دي څوك راتلې نه شي ځكه د نورو طبقو په ډول مدرسو او جو??اتونو سره تعلق لرونكي هم مالي ستونزو سره مخ دي۔ ده ??وئيل په ناڅاپي صورتحال كښې دې مدرسو او جو??اتونو ته د څلورو ميا??تو يوټېلېټي بلونو څخه دې استثنی وركړې شي۔ دغسې د حكومت لخوا د ريليف كارونو كښې دې د مدارس عربيه استاذان ٬ علماﺀ ٬ مؤذنين او خطيبان هم شريك كړې شي