ملتان 23 فروری (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ځينې قوته د امريكې او طالبانو ترمېنځه په مذاكراتو كښې خنډ پېدا كول غ??اړي، د فرورې په 29مه نېټه به په دوحه كښې تاريخي لوظنامه د امن په پلو لوي پرمختګ وي. د اتوار په ??رځ په ملتان كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې مونږ امريكې ته وئيلي دي چې په داسې قوتونو به نظر ساتل وي كوم چې په مذاكراتو كښې خند پېدا كول غ??اړي چې دغسې خبره منطقي انجام ته ورسي. ده ووئيل چې د فرورې په 29مه نېټه په دوحه كښې تاريخي لوظنامه كېدونكې ده. پاكستان د امن په دې عمل كښې د سهولت كار كردار ترسره كړے. ده ووئيل چې مونږ د يو نيم كال نه په خاموشې سره د داسې ماحول جوړولو هڅه كړې چې د ډلو ترمېنځه خبرې پېل شي. مونږ طالبان قائل كړل او نړۍ ته مو ووئيل چې د افغان شخړې كوم پوځي حل ??شت??. مونږ د امريكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ هم قائل كړو او د دې نه پس ده طالبانو سره مذاكراتو لپاره زلمې خليل زاد خپل اس??از?? وټاكلو. ده ووئيل چې پاكستان باور لري چې د امريكې او طالبانو ترمېنځه د امن لوظنامې نه پس به د پرمختګ يو نوې دور پېل شي.