اسلام آباد 18 فروری (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د پاكستان او هند ترمينځه د معاملو حل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيوګوترېس د وړاندېز هركلې كوو٬ د انتونيوګوترېس پھ وړاندېز د هند غبرګون د دواړو هېوادونو ترمينځه د مسئلو د حل نه د تېښتې عكاسي ده۔د نهې پھ ورځ د كډوالو د كنفرنس پھ دوهم ورځ دستورې ته د وېنا كولو نه پس خبريالانو سر?? پھ خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې كشمير يوه نړيواله شخړه ده او هند خپله غېر قا??وني يو اړخيزه پريكړه پھ زور نشي تپلې۔د دې څخه وړاندې د كنفرنس وروستۍ غونډې ته پھ خپله وېنا كښې خارجه وزير ووئيل چې كنفرنس د پاكستان پالېسۍ منلې او ستائېلې دي۔د كومو پھ وجه چې د لكهونو شمېر افغان كډوالو ته آسانې وركړې شوې دي۔د كنفرنس ګډون كونكو وئېلې دي چې د افغان شخړې ختمي حل د افغانانو په لاس كښې دې۔په كنفرنس كښې وزيراعظم عمران خا??٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر٬د افغانستان دوهم اولس مشر٬د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر٬وزيرانو او د حكومتي چارواكو پشمول 500 استازو ګډون وكړو