اسلام آباد ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) روغتيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي كمزورو او بې وزله طبقو ته بنيادي آسانۍ وركولو ته حكومت پاملرنه كوي۔ نرښځيو له د هېلت انشو??نس اجراء د نوي پاكستان هغه رخ دے د كوم چې بايد تشهير وكړې شي۔ ص??ت انصاف کارډ د وزیراعظم عمران خان وژن ؤ كوم چې عملي كړې شوې۔ د نهې په ورځ خبري كنف??نس كښې ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د ټولنې كمزورو او وروستو پاتې طبقو ته د بنيادي آسانيو وركولو په لړ كښې تېره ورځ د مهمو ګامونو اعلان كړې چې له مخې ئې حكومت نرښځيو له د هېلت انشو??نس اجراﺀ كړې او اوس به دوئي ټول صحت انصاف كارډ كارولې شي۔ ده ووئيل د ټرانسجېنډراېکټ مجریه 2018ء له مخې ټولو نرښځيو ته آسانۍ وركول ممكنې شوي۔ ده ووئيل نرښځيو ته د صحت انصاف كارډ وركولو نظام آسان جوړ كړې شوې او نادرا كښې رجسټرېشن څخه وروستو به دوئي كارډ آسانۍ سره ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل كه چرې چا خپل جنس د مېرمنې يا نارينه په توګه درج كړې وي نو هغه يو وارې نادرا كښې د خپل ځان په اړه معلومات بدلولې شي۔ ده ووئيل ټولو رجسټرډ نرښځيو ته به كارډ وركولې شي او كه چرته كوم ابهام وموندلې شي نو په اړوند لمبر رابطه كېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل تر دې دمه د 68 لكه وګړو هېلت انشو??نس شوې۔ ده وئيل د رجسټرېشن په لړ كښې نرښځيان د هغوي