اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي) د چين پاكستان د اقتصادي لارې پروژې ﴿سي پېك ﴾ لپاره د جوړې كړې شوې خاص پارلماني كمېټې چيئرمېن شېر علي ارباب وئيلي دي چې د سي پېك ا?? ون بېلټ ون روډ پروژې په نتيجه كښې به سيمه ايز يووالي پېدا شي٬ د سي پېك ا?? ون بېلټ ون روډ پروژې ??ره به پرمختګ٬ ??من او خوشحالي راشي۔ د شور وپه ورځ د سيمه ايز يووالي په اړه د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ ترسيوري لاندې يوې مذاكرې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د سي پېك پروژه د پاكستان او د چين د اولس د دوستې څرګندونه ده۔ دا پروژه نه يوازې د مرستې٬ دوستې٬ ??من ٬ ورورولۍ او د اقتصادي پرمختګ پروژه ??ه بلكې د ون بېلټ ون روډ پروژې ??ره به سيمه ايز يووالي پېدا شي۔ ده ووئيل چې پروژې ??ره به د مېنځنې اسيا او د سوئيلي اسيا هېوادونو ترمېنځه د مرستې٬ ورورولۍ او اقتصادي پرمختګ لارې پرانستل شي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې يو شمېر چېلنجونه وو خو خوشحاله يم چې پروژه په تندې سره د ترسره كېدو په حال كښې ده او د عظيم دوست هېواد چين په مرسته به د دې پروژې ??رسره كېدو نه پس په منطقه كښې د خوشحالې يو نوې پړاؤ پېل شي