اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاك پوځ او د قام په هلو ځلو ترهه ګرۍ له ماتې وركړی شوې او د امنيت وضعې ښه كېدو سره په هېواد كښې سېلګري زياته شوې٬شخړيز كشمير كښې هند په كشميريانو ظلمونه كوي٬په هند كښې د مسلمانانو پشمول ټول اقليتونه غېر محفوظ دي۔د آزاد كشمير د ښكلو ??نا??رو چې د عكسونو د لارې كوم منظر وړاندې كړی شوې دغې سره په نړيواله توګه د پاكس??ان غوره تشخص رامخې ته شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د عكسونو نندارتون دستورې ته خطاب كولو۔اولس مشر ووئيل په دې عكسونو كښې د پاكس??ان د ښكلو ??نا??رو عكاسي شوې او د دې نه دا معلومېږي چې زمونږ ځوانان څومره صلاحيت لري او پاكس??ان څومره ښكلې دے۔ده ووئيل د نړۍ د هېوادونو ما سيل كړی خو د پاكس??ان نه زياته ښكلې كومه سيمه نشته۔ده ووئيل انسان په ښكلو ??نا??رو كښې د لوے څښتن قدرت لټوي۔ده ووئيل د سائنس او كلتور په آزادۍ ودې سره تهذيبونه وده ??وم??٬د تخيل آزادۍ او فنون څخه تهذيب مخ په وړاندې ځي۔ده په ځوانانو ز??ر راوړو چې خواري وكړئ او نړۍ ته دا پیغام وركړئ چې پاكس??ان ډېر ښكلې هېواد دے۔ده ووئيل هغه فاؤنډېشن ګلګت بلتس??ان كښې د ځايې ژبو او كلتور خوندي كولو له د ستائنې وړ كردار ترسره كړی۔ده ووئيل د آزاد كشمير بې ګناه خلقو په وروڼو د كنټرول لائن پورې غاړه ډېرظلمونه كېږي٬كشميريان په خپلو كورونو كښې محصور دي٬د هغوي ماشومان سكولونو ته نشي تللې٬هند پھ هندوس??ان كښې د مسلمانانو د تاريخ مسخ كولو هڅه كوي چې پكښې به هغوي پاتې راشي۔هند په آسام كښې د مسلمانانو رجسټرېشن ختم كړی او په شخړيز كشمير كښې يې 37 اے منسوخ كړی۔ده ووئيل د هند سترې محكمې د بابري جومات په پريكړه كښې د مسلمانانو سره زياتې كړی او اوس هند انډين سيټيزن شپ ايكټ منظور كړې شو ۔دا ګامونه د ملګرو ملتونو د كنونشنز او د پاك هند لوظ نامو خلاف ورزي ده۔ده ووئيل شخړيز كشمير كښې هند د كشميريانو وينې بهيوي٬هلته د مواصلات په ذريعو بندېزونه لګولې شوي چې په سبب يې كوم عكس بهر نه شي تللې ۔ بل خوا زمونږ آزاد كشمير دے د كوم ښكلې ??نا??ر چې په عكسونو كښې منعكس كړی شوي۔ده ووئيل وزيراعظم د ډيجيټل اكانومي خبره كړی د كومې د لارې چې د موبائل فون په ذريعه د پيسو لېږلو٬ځوانان او مېرمنې اختيار منده جوړولو له اقدامات كوو ۔ده ووئيل تېرو ورځو كښې د برتانيې شهزاده او د هغه كور ودانې پاكس??ان ته راغلې دغسې د هالينډ ملكه هم راغلې وه او د پاكس??ان ښكلې ??نا??ر يې په خپلو سترګو ليدلي ٬ دغسې اوس په پاكس??ان كښې كركټ هم بحال شوې٬د دې صورتحال ترمخه پھ نړيواله توګه د پاكس??ان غوره تشخص رامخې ته شوې۔ده ووئيل پاكس??ان د روښانه سباؤن په ل??ر روان دے ۔ په دې مهال د انفرمېشن ټېكنالوچۍ وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي د سپېشل كميونيكېشن آرګنائزېشن ډائرېكټر جنرل ميجر جنرل علي فرحان هم خطاب وكړو۔