اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) خارجه سېکتر سهېل محمود د بشري حقونو نړيوالې ورځ په موقع د نهې په ورځ خارجه وزارت كښې ډپلومېټك كور ته بريفنګ وركړو۔ خارجه سېکتر د هند لخوا په مقبوضه جمو و کشمير كښې د روان بشري حقونو د سنګين خلاف ورزيو په اړه ډپلومېټك کو?? خبر كړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكتر په دې موقع ووئيل په مقبوضه جمو و کشمير كښې بنيادي بشري حقونه معطل دي او هلته بشپړه لاك ډاؤن او په ميډيا پرله پسې بندېز دې۔ خارجه سېكتر ډپلوميټك کو?? خبرولو سره ووئيل د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې د خپلواكۍ حق غوښتنه كوٶنكي بې ګ??اه كشميريان په پېلټ ګنز په نښه كېږي او تر اوسه د يو نه زيان زيات بې ګ??اه كشميريان٬ د هندي جبر او تشدد له امله شهيدان شوې دي۔ په دې موقع ډپلومېټګ کو?? د مقبوضه جمو و کشمير اندېښمن صورتحال نه خبرولو لپاره يو ډاکومنټري هم وښودلې شوې چې پكښې په بې ګ??اه كشميريانو هندي ظلمونه په ډاګه كړې شوي