اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د اېف بي آر چيئرمېن شبر زيدي او د نادرا چيئرمېن عثمان يوسف مبين د جمعې پھ ورځ ليدلې دي۔په ملاقات كښې په هېواد كښې د ټېكس نېټ پراختيا په اړه اقداماتو غور شوې۔پھ دې موقع وزيراعظم ووئيل د اولس آسانيو په لړ كښې د حكومت د كار استعداد زياتولو ??ه ضروري ده چې ټېكس نېټ پراخه كړی شي چرته چې په موجوده ټېكس وركونكو د اضافي ټې??سو??و بوج كم شي هلته به د حكومت د اړخه د هېواد لرو پرتو سي??و كښې د تعليم٬روغتيا او نورو ??سانيو وركول باوري شي۔ده ووئيل ټېكس وركول يوه قامي فريضه ده خو دې لپاره د ټېكس وركون??و باور بحالول زيات اهميت لري۔ده ووئيل حكومت دا هڅه كوي چې د ټېكس نظام سپيځلې شي دغسې چې هېواد سره مينه لرونكي وګړي د هېواد تعمير او پرمختګ كښې كردار ترسره كړي