اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي علماء او آئمه کرام دې د سينې كېنسر په اړ?? په اولسي كچه د شعور بېدارولو په لړ كښې خپلې سماجي ذمه وارۍ ترسره كړي۔ هېواد كښې يو كروړ څخه د زياتو مېرمنو د سينې كېنسر سره مخ كېدو خطره ده۔ ماشوم ته د مور پۍ وركولو سره د سينې د كېنسر امكان كمېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د سينې كېنسر سره اړ??ندې يوې دستورې ته خطاب كښې ??كړ??۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د سرطان رنځ په اړ?? شعور بېدارولو څخه ښه خبر دے۔ ده د شوكت خانم رو??تو?? جوړولو له هڅې كړې۔ وزیراعظم عمران خان اقتدار كښې راتللو سره خپله اولنې وېنا كښې هم مېرمنو او كوچنيانو لپاره د خوراك كمي مسئله به ډاګه كړه۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان په ډول هېوادونو كښې ودانۍ كښې زياتوالې هم لويه مسئله ده۔ پاكستان كښې د ودانۍ زياتوالي په اړ?? خبره نه كېږي حال دا دے چې په اړ?? هم شعور بېدارولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل پاكستان كښې يو كروړ څخه د زياتو مېرمنو د سينې كېنسر سره د مخ كېدو خطره ده۔ ماشوم ته د مور پۍ وركولو سره د سينې د كېنسر امكان كمېږي۔ ده په مېرمنو زور راوړو چې هره يوه مور دې خپله معائنه پخپله ??كړ??۔ كه د غوټې كوم شك وينو د سينې اېكسرے دې ??كړ??۔ اولس مشر ووئيل د كوم يو كس ژوند بچ كولو سره د بخښنې لاره پرانس??لې كېږي۔ ده ووئيل په ټي وي د سحر پروګرامونو كښې په خاص توګه د اكتوبر مياشت كښې د سينې د كېنسر په اړ?? شعور بېدارول پكار دي۔ ميډيا بايد سماجي مسئلو له وخت مخصوص كړي۔ ده ووئيل جوماتونه دې هم د سماجي مسئلو حل كولو مركز جوړ كړې شي۔ علماء او آئمه کرام دې د پولیو صحت او آبادۍ په ډول مسئلو په اړ?? شعور بېدارولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔په دې لړ كښې مو اسلامي نظرياتي كونسل ته هم خط ليكلې دې۔ اولس مشر ووئيل نوې پاكستان جوړولو له به مونږ له په خپل زړه كښې دړد راپېدا كول وي۔ په نوې پاكستان كښې خلقو ته د روغتيا آسانۍ بايد وركړې شي۔ حکومت په دې لړ كښې احساس پروګرام پېل كړې ۔ د سر پټولو ځايونه ئې جوړ كړې او لنګرخانې ئې پېل كړې۔ ده ووئېل اسلام كښې ګاونډيانو سره د ښه سلوك كولو تلقين شوې۔ ده ووئيل د مدينې رياست جوړولو ذمه واري يوازې د وزيراعظم نه ده دې لپاره به مونږ ټولو له اجتماعي كردار ترسره كول وي۔ د مدينې رياست كښې ټول پام د اولس خېر ښېګړې ته ؤ۔ ده ووئيل قرآن كريم كښې هم كوچنيانو ته تر دوو كالو د پيو وركولو تلقين شوې۔ ولې چې لوئے څښتن د مور په پيو كښې د غذائيت خزانه اېښودې ده۔ ده ووئيل جاپانی کمپنی موری ناګا پاکستان كښې د پيو څانګه كښې لويه سرمايه كاري كوؤنكې كمپني ده۔ د کمپنۍ عهدېدارو سره ملاقات كښې دوئي سره د مور د صحت او د ماشوم د غذائيت په اړ?? په شعور بېدارولو خبره شوې ۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان او سري لنكا ترمينځھ د آخري كركټ مېچ په مهال به د سينې كېنسر په اړ?? شعور بېدارولو له ګامونه پورته كولې شي۔ په دې مهال اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي خپل خطاب كښې د سينې كېنسر څخه د بچ كېدو او په دې لړ خبرتيا سره په اړ??ندو ګامونو رڼا واچوله۔ د دستورې په مهال د شوكت خانم عهدېدارانو د سينې كېنسر په اړ?? پریذېنټېشن وركړو۔ دستوره كښې د وزيراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په شمول د پارلمان غړو ګډون كولو