اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې ه??د په شخړيز كشمير كښې په رياستي ترهه ګرۍ كښې ككړ دې٬د ب??بر?? جومات او په ګجرات كښې د مسلمانانو پھ قتل عام د هند عدالت??نو په انصاف وركولو كښې پاتې راغلي٬نريندر مودي د اسلامي فوبيا او د ترهه ګرۍ كاټ كاروي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ټولو نه زياتې قربانۍ وركړي٬په شخړيز كشمير كښې د كرفيو ختمولو نه پس به غبرګون رامخې ته كېږي٬په افغانستان كښې پاكستان مركزي كردار او هند هېڅ كردار نه لري٬پاكستان د هند پشمول ټولو ګاونډيانو سره د ملګرتيا اړيكې غواړي٬په هېواد كښې بې امتيازه سپيځلې او موثر احتساب ښكار كېدل پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پي ټي وي ورلډ سره مركه كښې وكړه۔اولس مشر په زلزله كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د پاكستان جوړېدو په وخت د اكثريتي آبادۍ په بنياد رياستونه پھ هند او پاكستان كښې شامل شوي٬د كشمير مسئله د نيمې وچې د وېش نامكمله ايجنډا ده٬د اكثريت په بنياد د كشمير الحاق د پاكستان سره پكار دې ځكه چې د كشميريانو اكثريت د پاكستان سره الحاق غواړي خو هند په كشمير غېر قانوني قبضه كوي٬د جمو كشمير پھ حقله جواهر لال نهرو ملګرو ملت??نو ته تلې وو او كشميريانو ته يې د رائے د شمېرې وركولو وعده كړې وه۔اولس مشر ووئيل نهرو په خپل ژوند كښې عمر له وئېلي وو چې د كشمير شخړه د هغې ځاې د اولس د خوښې ترمخه هوارول پكار دي خو د هند اوسني حكومت په يو اړخيزه توګه آرټيكل 370 او 35 اے معطل كړی۔ده ووئيل د كشمير ټول سياسي قيادت دا وخت په زندان كښې دې٬په كشميريانو ظلمونه كېږي او هغوي د بشري حق??نو نه محروم كړی شوي۔ده ووئيل زه باور لرم چې د كشمير په حقله هند يوازې دې او هند د خپل ځان سره جنګ كوي٬هندې وزيراعظم مودي هند ته به”آر اېس اېس او په في??طائي نظريه عمل كوي۔اولس مشر ووئيل مودي په آسام كښې د لاك??نو مسلمانانو شهريت منسوخ كړی او په ګجرات كښې د زرګ??نو مسلمانانو په وژنه كښې ككړ دې۔امريكې تر ډېرې مودې مودي ته د ويزې وركولو نه انكار كړې وو۔ده ووئيل هند د اور سره لوبې كوي٬خپل كور ته پخپله اور ورته كوي٬ده ووئيل ملګري ملتونه او نور هېوادونه د كشمير په حقله حقائق نظرانداز كوي۔حضرت محمد”(ص)په آخري خطبه كښې د انسانيت منشور وړاندې كړی وو او د قانون په وړاندې ټول يو برابر يو۔ده ووئيل 35 لكه افغانان په پاكستان كښې مېشته دي٬نړۍ مونږ ته د انسانيت درس راكوي٬پاكستان په نړۍ كښې د كډوالو كوربتوب كونكې تر ټولو لويې هېواد دې۔ده ووئيل د كشمير په حقله په قانوني او اخلاقي توګه د پاكستان موقف مضبوط دې۔پاكستان كښې كه نړيوال عدالت ته ځي نو كيس مضبوط دې۔ده ووئيل هند د بهرنيو هېواد??نو د سخت فشار سره مخ دې٬په كشمير كښې 9 لكه عسكر په ځاې كړی شوي او د آزادۍ لپاره په لاك??نو كشميريانو قربانۍ وركړي۔ده ووئيل پاكستان په نړيوال فورم په خاص توګه د ملګرو ملت??نو عمومي اسمبلۍ كښې د كشميريانو مقدمه او په اخلاقي او سفارتي توګه وړاندې كوي۔ده ووئيل د ګټورې خارجه پالېسۍ سره بهر د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته شوې٬زمونږ د تهذيب تاريخ ډېر لويې او د وياړ وړ دې۔ده ووئيل هند په كشمير كښې په زمكه قبضه كول غواړي او كشميران په اقليت بدلول غواړي٬په هند كښې چې څوك هم د پاكستان نامه اخلي هغوي ته پاكستان ته د تللو وئېلي شي