نیویارک ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 74 مې غونډې په مهال د آئرلېنډ د خارجه چارو او تجارت وزير سائمن كوفيني سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د مقبوضه جموں وكشمير په صورتحال ٬ په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ شاه محمود قرېشي خپلو خبرو كښې ووئيل پاکستان، آئرلېنډ سره ??پلې دوه اړخيزه اړيكې ډېرې م??مې ګڼي۔ آئرلېنډ كښې ډېر پاكستاني ډاکټرز، انجینئرز، د آئی ټی پوهان او ك??روباري شخصيات د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د مقبوضه جموں وكشمير اولس سخت تكليف سره مخ دي او هند حكومت په جبر سره ??دوئي د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ ده ووئيل هند مقبوضه جموں وكشمير په زندان كښې بدل كړې دې او دغلته 9 لكه پوځ په ځائې كولو سره ??ې تش لاسې كشميريان ظلم او زياتي سره په نښه كړې دي۔ د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې پورته كړې شوي يو اړخيزه او غېر آئيني ګامونه د ملګرو ملتونو د امنيتي كونسل قراردادونو او نړيوال قانون ښكاره ??لاف ورزي ده۔ خارجه وزير ووئيل مقبوضه جموں وكشمير كښې د تېرو 50 ورځو څخه د ??وا??ې كرفيو لامله دغلته د داروګانو او خوراك سخت كمې دې۔ ده ووئيل د آئرلېنډ په شمول نړيوالې ورورلۍ له به منطقه كښې د رامخې ته كېدونكې انساني الميې م??ني??ي له خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔