اسلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په مقبوضه كشمير كښې كرفيو٬ ??رېك ډاؤن او د بې ګناه وګړو نسل كشي د آر اېس اېس د نظرئې عكاسي كو??۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې د كشميريانو نسل كشې سره د كشمير د جعرافيې بدلولو هڅه كو??ې شي٬ ده ووئيل چې د كشميريانو نسل كشي د آر اېس اېس د نظرئې له مخې كېږي۔ ده ووئيل چې د آر اېس اېس سوچ د نازي نظرئې نه متاثر دے?? د هندو برترې د آر اېس اېس خوب به د كشمير په مسئله ونه درېږي۔ ده ووئيل چې په هندي مسلمانانو د فشار اچولو هڅې كېږي او پاكستان به هم هدف كړے شي۔ ده پوښتنه وكړه چې آيا دا نړۍ به په مقبوضه كشمير كښې هغه څه وويني كو?? چې هټلر په ميونخ كښې كړي وو۔