اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) امير قط?? شېخ تميم بن حمد الثاني د پاكستان پ?? دوه ورځنې دوره د خالي په ورځ اسلام آباد ته راورسېدو٬ وزيراعظم عمران خان د نور خ??ن پ?? هوائي اډه د امير قط?? تود هركلې وكړو٬ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي هم موجود و٬ د وزيرانو او اعلٰي چارواكو پشمول پلاوې هم د قط?? امير سره دے۔ د نور خ??ن پ?? هوائي اډه ماشومانو معزز مېلمه ته ګلونه وړاندې كړل٬ امير قط?? ته د يوويشت توپو سلامي وكړې شوه۔ د دې ??ه پس وزيراعظم عمران خان د امير قط?? ګاډې په خپله چلولو سره وزيراعظم هاؤس ته روان شو۔ د دې څخه وړاندې د قط?? امير په مارچ كال 2013م كښې د پاكستان دوره كړې وه۔ په كال 2013م كښې د اقتدار سنبالولو ??ه پس د ده لخوا دا د پاكستان دوهمه دوره ده۔ د قط?? امير د وزيراعظم په بلنه د پاكستان دوره كوي۔ د قط?? امير به وزيراعظم عمران خان او د اولس مشر ډاكټر عارف علوي نه علاوه اعلٰي چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ د دورې په موقع به د پاكستان او قط?? ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم يادښتونه لاسليك كېږي۔ دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې او مرسته لا زياته شي۔