اسلام آباد 23 مئی (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي د آئینی بدلون د لارې د جمو او کشمیر آئینی حیثیت بدلولو كومه هم هڅه به د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل قراردادونو خلاف ورزی ګڼلې شي، هند د کشمیری اولس د خوښې او ??ائې نه غير د جمو او کشمیر حیثیت بدلولې نشي، د ایران او ??مریکې ترمينځه په روان محاذ آرائی تشویش لرو، خارجه وزير د هند خپل همڅنګې سشما سوراج سره په ملاقات به ډير زر بی??ن جاری کړي، د بنګله دیش حکومت د اړخه پاکستانیانو ته د ویزې وركولو څخه د انکار په اړه راپورونه بې بنسټه دي۔ دا خبره د خارجه دفتر وياند محمد فیصل د زيارت پھ ورځ اوونيز پریس بریفنګ كښې وكړه۔ده ووئيل په اصولی توګه د ملګړو ملتونو د قراردادونو له مخې د استصواب رائے څخه وړاندې د جمو اوکشمیر حیثیت كښې كوم بدلون نه شي راتللې۔ وياند دا خبره د هند مهمو سیاستمدارو د بی??ن په ځواب كښې كړې چا چې وئيلي وؤ چې د هند آئین آرټیکل 370 ، چې پكښې مقبوضه کشمیر له خاص حیثیت وركړې شوې، منسوخ کولو سره وادۍ ته د آزادۍ او پخوانۍ شخړې حل کولو لپاره به مرسته ترلاسه شي۔ وياند ووئيل هند د كشم??ري اولس د خوښې او ??ائے نه غير جمو او کشمیر حیثیت نه شي بدلولې، وياند مقبوضه جمو او کشمیر كښې د غیرقانونی نيولو ، قتل ، ریپ او ?? تشدد پشمول روانو د بشري حقونو خلاف ورزیو سخته غندنه وكړه۔ وياند ووئيل شوپیاں، پلوامه، سوپوراو ??ھدروا ضلعو كښې د هند امنيتي ځواكونو 14 کشمیریان شهیدان كړې دي ۔ وياند د ایران او ??مریکې ترمينځه په روان تاؤ ترېخ والې د تشویش څرګندونې سره ووئيل پاكستان به په هر صورت د خبرو اترو حمایت کوي، پاکستان عمر له په دې معامله هم دغه موقف خپل كړے او ??ا ئې واضحه كړې چې پاکستان به پھ دې اړه د امریکې او ??یران ترمينځه د خبرو اترو ملاتړ كوي، د خبرو اترو لپاره دې هره لاره اختيار كړې شي۔ د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل پاکستان تير وخت كښې څو وارې ?? ډلو ترمينځه ثالثۍ لپاره خذمات وړانديز كړې وؤ او پھ سباؤن كښې هم كردار ترسره كولو له چمتو دے۔ وياند ووئيل خارجه وزير شاہ محمود قریشی به د اسلامی مرستې تنظیم (آوآئی سی ) غونډه كښې ګډون لپاره په 27 مئی سعودی عرب ته ځي۔ د کرغزستان پايه تخت بشکیك كښې خارجه وزير به د خپلې همڅنګې سشما سوراج سره ملاقات او ?? هغې په نتيجه كښې د پوښتنو په معامله ډير زر بی??ن جاری کړي۔ وياند د بنګله دیش حکومت د اړخه پاکستانیانو له ویزې وركولو څخه انکار په اړه راپورونه بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل په 21 م??ی د بنګله دېش خارجه وزير په پریس بریفنګ كښې واضحه كړې وه چې زمونږ حکومت څوك هم د ويزې جاري كولو څخه نه منع كوي، پاکستان د بنګله دیش پشمول ټولو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكې غواړي۔ د پریس بریفنګ په مهال وياند په 17 م??ی د صومالیه کلچرل اتاشی ګاړي ټكر سره د بهارہ کهو اوسيدونكې مشتاق کیانی ژوبل كيدو او ??غې نه پس د مرګ تصدیق وكړو۔وياند ووئيل پولیس چې كومې پلټنې كړي د هغې له مخې په موټر سائیکل ناست د سرې اشارې خلاف ورزی شوې چې له امله ئې دا پېښه رامخې ته شوي،وياند ووئيل په دغه ورځ د صومالیه سفیرخارجه دفتر ته