اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د چين اولس مشر شي جن پنګ په بلنه د بيجنګ دوېم “بېلټ اېنډ روډ فورم” كښې ګډون لپاره چين ته لاړو۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم عمران خان به د 25م نه تر 28م اپرېل د چين دورې په مهال (نن) د فورم پرانستې غونډې ته كليدي خطاب كوي او ليډرز راٶنډ ټېبل كښې به هم ګډون كوي چې پكښې به نزدې د 38 ??ېو??دونو مشران ګډون كوي۔ وزیراعظم عمران خان به په دې موقع يو شمېر حكومتي مشرانو او كاروباري شخصياتو سره هم ملاقاتونه كوي۔ وزیراعظم به اولس مشر شی جن پنګ او وزیراعظم لی كی کیانګ سره هم ملاقاتونه كوي اوپه دې موقع به د دواړو ??ېو??دونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لپاره يو شمېر د تفاهم په يادښتونو او لوظنامو لاسليك هم كېږي۔ وزیراعظم به په 28م اپرېل پاکستان بزنس اېنډ انوېسټمنټ فورم ته هم وېنا كوي چې پكښې به نوموړي پ??كس??اني او د چين كاروباري شخصيات ګډون كوي۔ د فورم نه پس به وزیراعظم د چین اولس مشر او نورو ??ړي??الو مشرانو سره په بيجنګ انټرنېشنل هارټېكلچر اېګزي بېشن 2019 كښې ګډون كوي۔ بيان له مخې پ??كس??ان او چين سدا بهار ستراتېژك معاون شراكت دار د?? چې دوستي ئې په شريك باور او د مفاداتو په همكارۍ آډانه ده ٬ دواړه ??ېو??دونه تل يو بل سره څنګ په څنګ ولاړ دي٬ د پ??كس??ان او چين قيادت په شريكه توګه د ګټور معاشي او تجارتي روابطو د لارې دې دوستۍ ته د لا ودې وركولو عزم لري۔ د وزیراعظم دا دوره به د پ??كس??ان او چين دوه اړخيزه اړيكې نوې كچې ته رسولو له به مرستياله وګرځي