اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي كه په مونږ بريد ك??ږي نو د خپلې دفاع نه علاوه بله كومه لار نشته٬امن ضروري دے او مونږ امن غواړو٬كه هند په پا??ست??ن بريد وكړو نو په زړه پورې ځواب به وركولې شي٬د آټل بهاري واچپائي چې كوم سوچ ؤ هغه سوچ د نريندر مودي سوچ نه دے٬د مودي د پالېسو په وجه د هند مسلمانان او كشميريان غېر محفوظ شوي۔د پارليمان شريكې غونډې ته خپل خطاب كښې شېخ رشيد ووئيل ټول امن غواړي خو دا به كتل وي چې هند هم د امن خوښي لري او كه نه۔ده ووئيل د هند عزائم ښه نه دي٬هغه د سپر پاور جوړېدو سوچ لري٬هغوي په افغانستان كښې د شوي پیشرفت څخه خوشحاله نه دي۔ده ووئيل جهاد په مسلمانانو فرض دے او د جهاد څخه انكار كوونكې مسلمانان نه دي۔ده ووئيل د كشميريانو هلې ځلې د خپلواكۍ حق لپاره دي٬نن برهان الدين وا??ي د كشميرانو ليډر شوې۔ده ووئيل پلوامه بريد كښې شهيد شوے عادل چرې پا??ست??ن ته نه دې راغلې هغه په سرينګر كښې زېږېدلې ؤ ۔ده ووئيل د 1971 نه پس هند چ??ې هم د پا??ست??ن د فضائي حدونو خلاف ورزي نه ده كړی٬د كارګل په جنګ كښې هم هند د پا??ست??ن د فضائي حدونو خلاف ورزي نه وه كړی۔ ده ووئېل په 26 فرورۍ د هغوي په 14 كښې 4 الوتكې پا??ست??ن ته راغلې وي٬زمونږ فضائيه د هند فضائيه څخه څو درجې قوي ده۔د پا??ست??ن جے اېف 17 ټهنډر الوتكې تكنيكي لحاظ سره په چين كښې د استعمالېدونكو جے اېف 17 تهنډر څخه ښې دي ځكه چې په دې كښې په فضاﺀ كښې د فيولنګ آسانې شته۔ده ووئيل هند چ??ې هم د ملګرو ملتونو قراردادونه نه دي منلې٬مسلمانان د جهاد خوښي لري او جهاد په مسلمانانو فرض دې۔ده وئيل دا مهال په هند كښې يو انتهاخوښې حك??ران ناست دے د چا سياست چې د مسلمانانو څخه د كركې په بنياد جوړ دے