اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د آل پارټيز حريت كنفرنس د آزاد جمو كشمير څانګې تر سيوري لاندې په مق??وضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو په ضد د ملګرو ملتونو د دفتر په خوا كښې احتجاجي مظاهره وشوه۔ دا مظاهره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا د كشمير اولس د خپلواكې حق د قرارداد د 70 كاله په پوره كېدو وشوه۔ مظاهرې ته د حريت يو شمېر مشرانو٬ عبدالمجيد لون٬ الطاف واني٬ سيد فېض نقشبندي٬ عبدالماجد مي??٬ حسن البنا٬ اعجاز ر??ماني٬ محمود صغير٬ پروېز شاه٬ عبدالماجد ملك٬ راجه خ??دم حسېن٬ مي?? طاهر مسعود او نورو وېنا وكړه او وې وئيل چې په مق??وضه كشمير كښې د خپلواكې حق لپاره په هڅو كوونكو كشميريانو او عام كشميري اولس د هندي ځواكونو لخوا د ظلم او بربريت لړې لا هم روانه ده۔ دوي ووئيل چې د هند امنيتي ادارې د بشري حقونو څخه په سختو سرغړونو كښې ككړې دي۔ نړيواله ټولنه دې نوټس واخلي۔ په دې موقع د ملګرو ملتونو دفتر ته يو يادښت هم وړاندې كړے شو۔