نوښار 03 نومبر(اے پي پي)د جم??يت علماﺀ اسلام (س)مشر مولانا سميع الحق د جنازې لمونځ د نوښار د اكوړه خټك سيمې په خوشحال خان ??ګري كالج كښې ادا كړی شو او د دې نه پس په د??رلعلوم حقانيه كښې خاورو ته وسپارلې شو۔د مولانا سميع الحق د جنازې لمونځ د ده زوي مولانا حامد الحق ولوستلو ا و بيا د خپل پلار مولانا عبدالحق په اړخ كښې خاورو ته وسپارلې شو۔د مولانا سميع الحق د جنازې په لمونځ كښې د ټول هېواد څخه سياسي او مذهبي مشرانو او وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو۔د جنازې په لمونځ كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬وزيراعلٰی محمود خان٬د جم??عت اسلامي امير سراج الحق٬پخواني ګورنر اقبال ظفر جهګړا٬د عوامي نېشنل ګوند لنډ مهاله صدر غلام بلور٬د مسلم ليګ(ن)لارښود راجه ظفرالحق٬امير مقام٬لياقت بلوچ او سناتور مشتاق احمد خان پشمول د ??ار??علوم حقانيه زده كونكو او نورو خلكو په لويه شمېره ګډون وكړو