اسلام آباد ۔14 اکتوبر(اے پی پی) د ضمني ټاكنو په لړ كښې د قومي اسمبلۍ په 11 او د صوبائي اسمبليو په 24 چوكو پولنګ روان دے۔ د قومي اسمبلۍ 11 چوكو له 122 كانديدان مېدان كښې دي۔ د قومي اسمبلۍ په 11 حلقو كښې ??ېن اے 131 لاهور، ??ېن اے 124 لاهور II، ??ېن اے 103 فېصل آباد III، ??ېن اے 35 بنو، ??ېن اے 243 کراچی، ??ېن اے 69 ګجرات، ??ېن اے 65 چکوال، ??ېن اے 63 پېنډۍ، ??ېن اے 60 پېنډۍ، ??ېن اے 56 اټک او ??ېن اے 53 اسلام آباد حلقه كښې د پولنګ عمل په سولييز ډول روان دے۔ د صوبائي اسمبلۍ په 24 چوكو په مجموعي توګه د 370 كانديدانو ترمينځھ مقابله ده۔ د پنجاب صوبائي اسمبلۍ په كومو چوكو چې ټاكنې كېږي په دغو كښې په مجموعي توګه د 218 كانديدانو ترمينځھ مقابله روانه ده۔ دغسې سندھ ٬ خېبر پختونخوا او د بلوچستان اسمبلۍ په چوكو ترتيب وار د 57، 59 او 36 كانديدانو ترمينځھ مقابله ده۔ د الېكشن كمېشن وېنا ده چې ضمني ټاكنو له رجسټرډ آئي ووټرز ته 7364 پاس د دو??ي د اي مېل د لارې جاری كړې شوي دي۔ رجسټرډ آئي – ووټرز به ضمني ټاكنو كښې خپل ووټ كارولې شي۔ د پولنګ عمل سحر8 بجې پېل شوې كوم به چې د پاكستان د معياري وخت لمخې تر ماښام 5 بجو دو??م لري۔ رجسټرډ آئی۔ ووټرز هم د پاكستان د معياري وخت لمخې سحر 8 بجو څخه تر ماښام 5 بجو د ووټ خپل حق كاروي۔