اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پی پی) وزيرا??ظم عمران خان د تهر په صورتحال د تشويش څرګندونې سره د صحت وفاقي وزير ته سپارښتنه كړې چې زر تر زره د تهر دورې كولو سره د صحت په اړه په مسئلو وګړو ته آسانۍ وركړي٬ وفاقي حكومت به د سندھ او د سندھ د وګړو د حقونو تحفظ كوي۔ده دا خبره د پاكستان تحريك انصاف سن??ھ صدر امير بهټو٬عمومي سېكتر حليم عادل شېخ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د وزيرا??ظم په چېمبر كښې هغه سره ليدلي وو۔د ملاقات په مهال د وزيرا??ظم خاص مرستيال نعيم الحق٬افتخار دراني او د پاكستان تحريك انصاف مركزي عمومي سېكتر ارشد داد هم موجود وو۔وزيرا??ظم د پاكستان تحريك انصاف سن??ھ صوبې نوې صدر او په عمومي سېكتر د بشپړ باور څرګندونې سره هغوي ته سپارښتنه وكړه چې د ګوند په منشور عمل پالېسۍ دې روانې وساتلې شي۔په ملاقات كښې د سن??ھ صوبې په اړه په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔وزيرا??ظم ووئيل حكومت به د سندھ او د سندھ د وګړو حقونو تحفظ كوي۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف د سندھ كاركنان زمونږ سرمايه ده٬د هغوي د حقونو به تحفظ كولې شي۔وزيرا??ظم صوبائي صدر او عمومي سېكتر ته پاكستان تحريك انصاف د يونين كونسل په كچه منظم كولو او د بلدياتي ټاكنو تيارۍ هم سپارښتنه وكړه