اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك سره په پاكستان كښې ?? افغانستان سفير ډاكټر عمر زاخيلوال ملاقات كړې۔نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزه اړيكو كښې په بهترۍ د اطمينان څرګندونه كړی او په خاص توګه ?? افغانستان د ايكشن پلان فارپيس اينډ سوليډيټرټي په تناظر كښې تراوسه د شوي پرمختګ په روانه ساتلو ئې زور راوړې۔?? افغانستان سفير عمر زاخيلوال ووئيل دوه اړخيزه خبرې غوره ذريعه ده او افغانستان پاكستان ايكشن پلان به په ټولو څانګو كښې د مثبت پرمختګ په لړ كښې آسان?? برابر كړي۔ده ووئيل د وړوكي اختر په موقع د ډزبندۍ نه پس د امن خواهش زيات شوې او پھ دې لړ كښې د لا پرمختګ امكانات ښكاره شوي۔نګران وزيراعظم ووئيل ?? افغانستان شخړه كوم پوځي حل نه لري۔د پاكستان لخوا په افغانستان كښې ?? افغانانو په مشرۍ كښې د سولې عمل لپاره د بشپړه مرستې باور وركړو