اسلام آباد 04 ج??لائي (اے پي پي)??ول?? مشر ممنون حسېن وئېلي دي پاكستان او نائيجېريا نزدې ملګري دي چې ترمينځه يې د تجارت پشمول د مرستې بلها امكانات شته ٬ د كومو زياتوالي لپاره چې پرله پسې كار كولو ته اړتيا د?? ۔اولس مشر دا خبره د شورو په ورځ د نائيجېريا لپاره د پاكستان نومولي هائي كمشنر ميجر جنرل(ر)وقار احمد سره په خبرو كښې كړې۔??ول?? مشر ووئيل نائيجېريا مهم او د افريقې ت?? ټولو لويې هېواد دے كوم سره چې د پاكستان تجارتي اړيكې د اهميت وړ دي۔ده نومولي هائي كمشنر ته هدايت وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د سوداګرو پلاويو تږ راتږ ته پام لرنه وكړي ځكه چې د پاكستان او نائيجېريا ترمينځه ډېرو څانګو كښې د تجارت او مرستې پراخا امكانات موجود دي۔ده ووئيل نائيجريا هم د پاكستان سره تجارتي اړيكو كښې زياتوالي له خوښي لري چې ورسره ټولې افريقې سره د معاشي مرستې لاره هوارېدې شي۔??ول?? مشر ووئيل پاكستان نائيجېريا سره د تعليم او روغتيا په څانګو كښې ژورې اړيكې لري كومې چې د وخت تېرېدو سره كمې رامخې ته شوې خو د نائيجېريا ټولنه د پاكستان لپاره ت?? ټولو زيات د هركلي جذبات لري ۔ده نومولي هائي كشمنر ته هدايت وكړو ټول معاملات دې خپلو ترجيحاتو كښې شامل كړي